3 اوس دا ټول ځناور تاسو خوړلے شئ او دغه شان شنۀ بوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى.
ټول ځناور، مارغان، خزنده او کبان به ستاسو نه يريږى، دا ټول ستاسو د اختيار لاندې دى.
هغه به د داسې ځناور غوښه نۀ خورى چې په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى، په دې به هغه ناپاک شى. زۀ مالِک خُدائ يم.
زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.
د خوراک دپاره د خُدائ پاک کار مۀ ورانوئ. هر څيز حقيقت کښې پاک دے، خو دا ستاسو دپاره غلطى ده چې تاسو هغه څۀ خورئ چې د نورو د تيندک سبب جوړيږى.
څوک چې هر څۀ خورى هغه دې هغه چا ته سپک ونۀ ګورى څوک چې دا نۀ خورى، او څوک چې نۀ خورى هغوئ دې په خوراک کوونکى اِلزام نۀ لګوى ځکه چې خُدائ پاک هغوئ قبول کړى دى.
هر څۀ روا دى، خو هر څۀ فائده مند نۀ دى. هر څۀ روا دى خو هر څۀ ترقى نۀ ورکوى.
نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.
چې چرته تاسو اوسېږئ نو تاسو هلته خپل ځناور حلالولے او خوړلے شئ. مالِک خُدائ چې څومره ډېر درکوى نو هغه خوړلے شئ. تاسو ټول کۀ پاک يئ يا ناپاک، هغه خوړلے شئ، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا د غرڅۍ غوښه خورئ.
نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى.