Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 9:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى، د هغۀ اولاد او د شيم خلق دې د وروڼو په شان کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 9:27
15 Iomraidhean Croise  

دا د يافت اولاد دے، جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس.


قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“


د سېلاب نه پس نوح نور درې نيم سوه کاله ژوندے وو


په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.


زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى.


خو زۀ به يو ځل بيا هغه رضا کړم. زۀ به هغه صحرا ته بوځم، او هلته به ورسره خوږې خبرې وکړم.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


نو ايماندارانو وروڼو پولوس سمدستى ښکته ساحل ته ولېږلو. خو سيلاس او تيموتيوس دواړه وروستو پاتې شول.


اوس کۀ د بنى اِسرائيلو نافرمانى د دُنيا دپاره برکت وګرځېدلو، او کۀ د دوئ شکست د غېر‌يهوديانو دپاره برکت وګرځېدو، نو بيا به د دې برکت نور څومره زيات شى چې کله ټول بنى اِسرائيل په کښې شامل شى.


او بيا يشعياه وائى چې، ”د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه به راځى، يعنې هغه سړے چې په غېر‌يهوديانو به حکومت کولو له راوچت شى، په هغۀ کښې به غېر يهوديان اُميد ساتى.“


نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ


نو زۀ تاسو ته خواست کوم چې زما د مصيبتونو په ليدو سره مۀ بې‌زړۀ کېږئ. ځکه زۀ دا ستاسو دپاره برداشت کوم، او دا دې ستاسو د عزت باعث وى.


او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېر‌يهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan