22 چې کله د کنعان پلار حام، خپل پلار داسې وليدو نو هغه بهر لاړو او خپل دوه وروڼه يې خبر کړل.
دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.
نو شيم او يافت يو څادر واخستو او د خپلو اوږو شا ته يې ونيولو. او خېمې ته په شا دننه لاړل او خپل پلار يې پټ کړو او مخونه يې اړولى وُو چې پلار بربنډ ونۀ ګورى.
نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى.
دا د حام اولاد دے: کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.
هغوئ دې ټول په شرم وشرميږى، څوک چې راپورې خندا کوى او ما پورې لګيږى.
هغه څوک چې ما پورې خندا کوى، هغوئ دې ماتے وخورى وارخطا دې شى.
کۀ تۀ خپل ګاونډى سره په يوه مقدمه کښې بحث کوې، نو په هغه وخت کښې د بل انسان راز ورته مۀ څرګندوه.
هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.
افسوس په هغه چا چې خپل ګاونډى له شراب ورکوى، د شرابو د مشک نه ورته تر هغې پورې اچوى چې دوئ نشه شى، نو چې هغه د هغوئ لغړ بدنونه وګورى.
کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو.
مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى.
اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.