20 نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو.
نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو.
وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو.
لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو.
په زمکه چې څومره خلق دى دا ټول د نوح د درېو زامنو اولاد دے.
د ميو څښلو نه پس هغه نشه شو او په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو.
د صادق خولۀ د ژوند چينه ده، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.
څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بېکاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.
زۀ د يو ناراسته سړى په پټى تير شوم او د کم عقل د انګورو باغ مې وکتلو،
تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى.
ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه، زما څرمنه نمر توره کړې ده. زما وروڼه ما سره وران وونه او په زبردستۍ سره هغوئ په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو. نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو، او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.
ولې تر اوسه چا په خپله خرچه د فوج خِدمت کړے دے؟ څوک داسې دے چې د انګورو باغ وکَرى او مېوه يې نۀ خورى؟ يا څوک داسې دى چې رمه څروى او د هغې پئ نۀ څښى؟
دلته داسې يو سړے شته، چې هغۀ د انګورو باغ کَرلے وى، خو دا موقع ورته نۀ وى مِلاو شوى چې انګور ترې نه راټول کړى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ په ميو مزې وکړى.
تاسو به د يوې پېغلې سره کوژدن وکړئ، خو بل څوک به د هغې سره څملى. تاسو به يو کور جوړ کړئ، خو هيڅکله به په هغې کښې ونۀ وسېږئ. تاسو به د انګورو باغ وکَرئ، خو د هغې انګور به هيڅکله ونۀ خورئ.