18 د نوح زامن چې د کشتۍ نه کوز شول هغوئ شيم، حام او يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.)
دا د نوح د زامنو، د شيم، حام او يافت اولاد دے، چې د سېلاب نه پس د هغوئ زامن پېدا شول.
دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.
د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو.
دا زما د هغه لوظ نښه ده کوم چې زۀ د دُنيا د ټولو ژوندو مخلوقاتو سره کوم.“
نو شيم او يافت يو څادر واخستو او د خپلو اوږو شا ته يې ونيولو. او خېمې ته په شا دننه لاړل او خپل پلار يې پټ کړو او مخونه يې اړولى وُو چې پلار بربنډ ونۀ ګورى.
او لمک د نوح پلار وو. د نوح درې زامن وُو، شيم، حام او يافت.