11 زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم، چې بيا به هيڅکله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقيږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کيږى.
هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو او هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو.
نو ما ته به خپل لوظ راياديږى چې سېلاب به بيا هيڅکله ټول ژوندى څيزونه نۀ تباه کوى.
تۀ به خپل غم هېر کړې، او داسې به دې هېر شى لکه چې بيا به دې هيڅ خيال کښې نۀ راځى.
”لکه څنګه چې د نوح په وخت کښې ما وعده کړې وه چې بيا به هيڅکله په زمکه داسې سېلاب نۀ راځى. نو هغسې ما قسم کړے دے چې زۀ به بيا تاسو ته نۀ غصه کېږم، او نۀ به تاسو رټم.
نو څنګه چې ټول څيزونه په دې طريقه هم ويلى کېدونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن او په ديندارۍ کښې څنګه ژوند کول په کار دى؟
خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بېدينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى.