10 هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو او هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو.
نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.
ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.
زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم، چې بيا به هيڅکله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقيږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کيږى.
”ګورئ، اوس زۀ تاسو او ستاسو د اولاد سره دا لوظ کوم،
مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.
زۀ به په وفادارۍ سره تا خپله کړم، او بيا به تۀ ما وپېژنې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“