8 په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نه،
او يو کارغۀ يې والوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ اوچې شوې.
خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله.
زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره حسينه ينه، سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.
زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته خپل ځان پټ کړے دېنه. زۀ ستا مخ ليدل غواړمه، او ستا آواز اورېدل غواړمه. ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه، او ستا مخ ښائسته دېنه.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.