Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 8:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 8:4
6 Iomraidhean Croise  

اوبۀ دومره وختلې چې تقريباً د غرونو د سرونو نه اتۀ ګزه اوچتې شوې.


اوبۀ کمېدې او د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرونو څُوکې راڅرګندې شوې.


يوه ورځ چې هغۀ د خپل معبود نِسروک په عبادتخانه کښې عبادت کولو، نو د هغۀ دوو زامنو ادرمُلِک او شراضر هغه د خپلو تُورو سره ووژلو او بيا هغوئ د اراراط مُلک ته وتښتېدل. د هغۀ يو بل زوئ اسرحدون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


يوه ورځ چې هغۀ د خپل خُدائ نِسروک په عبادتخانه کښې عبادت کولو، نو د هغۀ دوو زامنو ادرمُلِک او شراضر هغه د خپلو تُورو سره ووژلو او هغوئ بيا د اراراط مُلک ته وتښتېدل. د هغۀ يو بل زوئ اسرحدون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


په هغه مُلک کښې د بابل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan