Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 8:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 8:20
27 Iomraidhean Croise  

نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله او د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے، او هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.


او قربان‌ګاه يې جوړه کړې وه. او د مالِک خُدائ نوم يې پرې اخستے وو.


خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“


کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربان‌ګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو.


اِسحاق هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. بيا هغۀ هلته خپله خېمه ولګوله او د هغۀ نوکرانو بل کوهے وکنستلو.


هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اېل‌الوهى‌اِسرائيل نوم يې پرې کېښودو کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.


څۀ موده وروستو خُدائ پاک يعقوب ته ووئيل، ”پاڅه او سمدستى بيت‌ايل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. هلته ما ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. زۀ هغه خُدائ پاک يم چې تا ته راڅرګند شوے وم چې کله تۀ د خپل ورور عِيسو نه تښتېدلې.“


هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغه ځائ يې ”د بيت‌ايل خُدائ پاک“ نوم کېښودو، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته هلته راڅرګند شوے وو کله چې هغه د خپل ورور نه تښتېدلو.


بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه،


د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله.


او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى.


ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.


او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.


خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ به مونږ له څاروى راکوې چې مونږ يې د قربانيانو او سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو.


ټول ګډ په قربان‌ګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى.


بيا دا د هغوئ د لاسونو نه واخله او دا په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه. د دې خوشبو هم په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.


زمونږ داسې قربان‌ګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan