Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 8:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 8:2
10 Iomraidhean Croise  

چې کله نوح د شپږو سوو کالو وو، نو د دوېمې مياشتې په اوولسمه ورځ د زمکې لاندې د بې‌شمېره چينو خولې راخلاصې شوې او د آسمان ټولې طوفانى دروازې راخلاصې شوې،


او په زمکه څلوېښت ورځې او شپې باران وشو.


د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به وريږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک کړم.“


تا هغه چينې ليدلې دى چې سمندر ترې نه جوړيږى، يا تا د دې ډوبوالے معلوم کړے دے؟


داسې هوښيار شته چې وريځې وشمېرى؟ يا د آسمان نه باران ورولے شى داسې لکه چې د منګى نه اوبۀ توئ کړے شى،


کله چې هغۀ بره وريځ مقرر کړه او کله چې د سمندر د ډکولو دپاره چينې جوړې کړې،


تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې.


ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan