18 نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کوز شُو.
مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول.
ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“
ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.
مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
دا هغه روحونه وُو چې په پخوا زمانه کښې نافرمانه وُو کله چې خُدائ پاک د نوح په زمانه کښې صبر او انتظار کولو چې کله هغۀ لا کشتۍ جوړوله نو چې په کښې اتۀ کسان د سېلاب نه بچ پاتې شول.