11 او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى.
د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله.
هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله.
نو هغوئ ورته دا اصُول وښودل او ټول يې يروشلم او نورو وړو او غټو ښارونو ته ولېږل، ”غرونو ته لاړ شئ او د نختر، د زيتُونو، د کجورو او د هغه نورو ونو لښتې راؤړئ چې سورے جوړوى، چې د هغه اصُولو په مطابق جونګړې جوړې کړُو چې د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.“
او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“