10 د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله.
اووۀ ورځې پس سېلاب راغلو.
د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به وريږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک کړم.“
او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى.
هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله.
خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله.
په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.
اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.
زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.
خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.