8 د هر قسم حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو او خزندو نه، جوړه جوړه نر او ښځه
د هر قِسم ځناورو او مارغانو نه يو نر او يوه ښځه هم کشتۍ ته وخېژوه، چې د دوئ نسل باقى پاتې شى.
د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو.
د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله.
او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى.
نوح کشتۍ ته وخېژول، لکه چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.
په هغۀ کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو.