5 نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو.
نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.
چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بنده کړه.
نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.
د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.
هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه هغه څوک دى چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“
اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو.
اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.