3 او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى.
د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله.
د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به وريږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک کړم.“
د هر قسم حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو او خزندو نه، جوړه جوړه نر او ښځه
نوح يوه قربانګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربانګاه کښې يې وسوزول.
داسې څيزونه به ستاسو دپاره حرام وى. تاسو به هيڅکله هم د دې غوښه نۀ خورئ يا کۀ مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ.