14 د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو.
نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم څاروى او ځنګلى، واړۀ او غټ ځناور پېدا کړى.“ نو هم داسې وشول.
د هر قِسم ځناورو او مارغانو نه يو نر او يوه ښځه هم کشتۍ ته وخېژوه، چې د دوئ نسل باقى پاتې شى.
هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل.
د هر قِسم ژوندى څيزونو جوړې د نوح سره کشتۍ ته وختلې،