Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 6:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. د هغۀ زړۀ مات شو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 6:6
34 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“


کله چې د مالِک خُدائ فرښته د يروشلم په تباه کولو باندې وه، نو مالِک خُدائ د خلقو سزا په حقله خپله فېصله بدله کړه او هغه فرښتې ته يې وفرمائيل کومې چې هغوئ وژل، ”بس دے، دا دومره ورله ډېر دى.“ فرښته د يو يبوسى اروناه د درمند سره وه.


بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه.


د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.


مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى، ”تۀ به لکه د مَلِک‌صِدق د تل دپاره اِمام يې.“


زۀ بې‌ايمانانو ته سپک ګورمه ځکه چې دوئ ستا په کلام عمل نۀ کوى


څو وارې هغوئ په بيابان کښې د هغۀ خلاف بغاوت وکړو، او هغه يې په بيابان کښې خفه کړو.


کاش چې زما خلق ما ته غوږ ونيسى، او کۀ چرې بنى اِسرائيل زما په نقش قدم لاړ شى،


تر څلوېښتو کالو پورې هغه نسل ته غصه وم، ما ووئيل چې، ”دا هغه خلق دى چې زړونه يې ما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.“


نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو يې هغه تباهى رانۀ وستله د کومې په حقله وى چې هغۀ فرمائيلى وُو.


خو کۀ صرف تاسو زما حُکمونو ته پام کړے وے. نو ستاسو امن به لکه د سيند په شان وو، او ستاسو صداقت به د سمندر د چپو په شان وو.


خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.


هرکله کۀ چرې زۀ وغواړم چې يو قوم يا بادشاهت د بېخ نه ختم کړم، يا هغه راوغورزوم او تباه يې کړم،


ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“


هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟


اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.


د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى.


کله چې خُدائ پاک وليدل چې هغوئ څۀ وکړل او څنګه هغوئ د خپلو بدو عملونو نه واوړېدل، نو هغه ورحمېدو او په هغوئ يې هغه تباهى رانۀ وستله کومه چې هغۀ وئيلې وه.


”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم. نو ځکه تاسو، اے د يعقوب اولاده، تباه نۀ شوئ.


خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.


ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.


او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے.


کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.


مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى.


کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.


په دې وجه زۀ هغې پيړۍ ته غصه وم او ما وفرمائيل چې همېشه د دوئ زړونه زما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.


او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟


هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.


”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.


د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ نۀ دروغ وائى او نۀ خپله فېصله بدلوى. هغه د انسان په شان نۀ دے، هغه خپله فېصله نۀ بدلوى.“


چې ترڅو پورې سموئيل ژوندے وو، نو هغۀ بيا هيڅکله ساؤل ونۀ ليدو، خو سموئيل ورباندې غمژن وو. مالِک خُدائ په دې پښېمانه وو چې ساؤل يې په بنى اِسرائيلو باندې بادشاه جوړ کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan