18 خو زۀ تا سره لوظ کوم، د خپلې ښځې سره کشتۍ ته وخېژه، خپل زامن او د هغوئ ښځې هم وخېژوه.
خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“
”ګوره، زۀ تا سره دا لوظ کوم، زۀ دا لوظ کوم چې تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې.
زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.
بيا مالِک خُدائ نوح ته وفرمائيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دُنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې.
هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل.
نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى.
زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى.
د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.
دا هغه روحونه وُو چې په پخوا زمانه کښې نافرمانه وُو کله چې خُدائ پاک د نوح په زمانه کښې صبر او انتظار کولو چې کله هغۀ لا کشتۍ جوړوله نو چې په کښې اتۀ کسان د سېلاب نه بچ پاتې شول.
نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بېدينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل.