Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 6:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کشتۍ له چت هم جوړ کړه او چت يې د سر نه اوولس اِنچې په ترڅ جوړ کړه. دا درې چتيزه جوړه کړه او يو طرف ته دروازه هم په کښې پرېږده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 6:16
9 Iomraidhean Croise  

دا کشتۍ يو سل پينځۀ څلوېښت ګزه اوږده، څليريشت ګزه پلنه او څوارلس ګزه اوچته جوړه کړه.


ګوره، زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلوق تباه شى. هر ساه لرونکے څيز به مړ شى،


چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بنده کړه.


څلوېښت ورځې پس نوح د کشتۍ کړکۍ کولاو کړه


کله چې د لوظ صندوق ښار ته راروان وو، نو د ساؤل لور ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په وړاندې ګډيږى او ټوپونه وهى، نو هغې ته هغه سپک ښکاره شو.


ياهُو يزرعيل ته ورسېدو. نو چې ايزبل خبر شوه، نو رانجۀ يې پورې کړل، وېښتۀ يې سم کړل او په محل کښې د يوې کړکۍ سره ودرېده او بهر يې کتل.


او وړې کړکۍ او د دې دريواړو نه ګېرچاپېره هالونه د دې هر څۀ نه وروستو او د ډيوډۍ سره ټول په لرګى پټ وُو. فرش او دېوال، تر کړکيانو پورې او کړکۍ هم پټې وې.


دواړه په دې حِصه کښې پينځۀ دېرش فټه کښې د دنننى دربار نه او په مخامخ بله حِصه کښې د بهرنى دربار نه، په دريواړو منزلونو کښې کړکۍ يو بل ته مخامخ وې.


خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan