15 دا کشتۍ يو سل پينځۀ څلوېښت ګزه اوږده، څليريشت ګزه پلنه او څوارلس ګزه اوچته جوړه کړه.
د ځان دپاره د ښۀ لرګى نه يوه لويه کشتۍ جوړه کړه، کوټې په کښې جوړې کړه او دننه او بهر يې په تارکولو لېوه کړه.
کشتۍ له چت هم جوړ کړه او چت يې د سر نه اوولس اِنچې په ترڅ جوړ کړه. دا درې چتيزه جوړه کړه او يو طرف ته دروازه هم په کښې پرېږده.
اوبۀ دومره وختلې چې تقريباً د غرونو د سرونو نه اتۀ ګزه اوچتې شوې.
عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.