تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بېعزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې.
هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه تا دا وليدل؟ ولې دا د يهوداه خلقو ته مناسبه ده چې هغوئ دې داسې پليت او حرام کارونه دلته وکړى؟ دا ضرورى ده چې دوئ دُنيا هم د شرارت نه ډکه کړى او په مسلسله توګه زما قهر و غضب راوپاروى؟ هغوئ ته وګوره چې خپله پوزه چوڼى او ما ته سپک نظر کوى.
کوم ظلم چې تا لبنان سره وکړو هغه به تا له شکست درکړى، او کوم ظلم چې تا په ځناورو وکړو هغوئ به تا نه بدل واخلى. تا د انسان وينه تويه کړې ده، تا د زمکې په مخ کلى او ښارونه او په دې کښې ټول مخلوق تباه کړى دى.
ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بدعمله شى او چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به منکر شى. او په راتلونکى وخت کښې به هغوئ د افت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“
خو چې کله به قاضى مړ شو، نو خلق به هم هغه ناولو کارونو ته وروګرځېدل او د مخکښېنى نسل نه به يې بدتر عمل کولو. هغوئ به د نورو معبودانو خِدمت او عبادت کولو او د خپلو بدو عملونو او خپلو ضدى طريقو پرېښودو نه به يې اِنکار کولو.