Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 50:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 په ګاډو کښې خلق او په آسونو سوارۀ خلق هم د هغۀ سره لاړل، دا يوه لويه قافله وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 50:9
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ له يې د ګرځېدو دپاره هغه دوېمه د آسونو شاهى ګاډۍ ورکړه او عزت ورکوونکى فوجيان د هغۀ نه مخکښې روان وُو او چغې يې وهلې چې، ”لار پرېږدئ. مشر راروان دے.“ نو يوسف په ټول مِصر مشر مقرر شو.


نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل.


چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.


د هغۀ خاندان، د هغۀ وروڼه او د هغۀ د پلار د خاندان باقى ټول خلق د هغۀ سره لاړل. صِرف د هغوئ واړۀ ماشومان، د هغوئ ګډې، چېلۍ او څاروى د جشن په علاقه کښې پاتې شول.


تۀ د اسور د يو معمولى آفسر برابر هم نۀ يئ او تۀ بيا هم په طمع يې چې مِصريان به جنګى ګاډۍ او آسونه راولېږى.


زۀ به د مِصريانو زړونه دومره سخت کړم چې هغوئ به په تاسو پسې درشى، نو په فِرعون، د هغۀ په لښکر، جنګى ګاډو او د هغۀ په آسونو سوارو کسانو فتح موندلو په وجه به زما عزت وشى.


اوبۀ واپس راغلې او جنګى ګاډۍ، په آسونو سوارۀ کسان او د مِصريانو ټول لښکر اوبو ډُوب کړو کوم چې د درياب پورې په بنى اِسرائيلو پسې وُو، او يو هم پکښې بچ پاتې نۀ شو.


هغه د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره روان شو، شپږ سوه په کښې ښې ښې جنګى ګاډۍ وې چې آفسران ورسره وُو.


زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه، لکه د فِرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.


او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan