8 د هغۀ خاندان، د هغۀ وروڼه او د هغۀ د پلار د خاندان باقى ټول خلق د هغۀ سره لاړل. صِرف د هغوئ واړۀ ماشومان، د هغوئ ګډې، چېلۍ او څاروى د جشن په علاقه کښې پاتې شول.
نو يوسف خپل پلار ښخولو له يوړو. د فِرعون ټول درباريان، د هغۀ د دربار مشران او د مِصر ټول مشران د يوسف سره لاړل.
په ګاډو کښې خلق او په آسونو سوارۀ خلق هم د هغۀ سره لاړل، دا يوه لويه قافله وه.
مونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کيږى. مونږ به په خپله څاروى خوښوو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړُو. چې مونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مونږ ته پته نۀ لګى چې د کومو څاروو قربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“