پېدايښت 50:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 چې کله زما پلار مړ کېدو، هغۀ زما نه قسم اخستے وو چې زۀ به هغه د کنعان په مُلک کښې په هغه قبر کښې ښخوم کوم چې هغۀ کنستے وو. نو مِهربانى وکړه، ما پرېږده چې زۀ خپل پلار هلته ښخ کړم او زۀ به بيا واپس راشم.“ Faic an caibideil |
د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى.