23 هغه د اِفرائيم بچى او نمسى ليدلو پورې ژوندے وو. هغۀ د منسى د زوئ مکير بچى هم په خاندان کښې وليدل.
هغې ووئيل، ”زما وينځه بِلهاه بوځه، د هغې سره څمله، نو د هغې نه به زما دپاره بچى پېدا شى. او د هغې په وجه به زما کور آباد شى.“
د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“
د هغۀ سترګې د شرابو نه سرې دى، د هغۀ غاښونه د پيو نه سپين دى.
يوسف د خپل پلار د خاندان سره په مِصر کښې اوسېدو، هغه د يو سل او لسو کالو وو چې په حق ورسېدو.
د منسى د آرامى وينځې نه دوه زامن اسرىاېل او مکير وُو. مکير د جِلعاد پلار وو.
ايُوب د دې نه پس يو سل او څلوېښت کاله ژوندے وو او د څلورم نسل پورې خپل بچى او نمسى يې وليدل.
او تۀ دې تر هغې پورې ژوندے پاتې شې چې د خپلو بچو بچى وګورې، په بنى اِسرائيلو دې سلامتيا وى.
نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى.
نو موسىٰ د جاد او روبين او د منسى نيمې قبيلې ته د امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج ټوله علاقه په حواله کړه، چې په کښې ښارونه او ګېرچاپېره مُلک هم وو.
د منسى زوئ مکير قبيلې د جِلعاد په مُلک حمله وکړه او هغه يې ونيولو او هلته چې کوم اموريان وُو هغه يې ترې نه وشړل.
د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو.