Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 50:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 50:13
14 Iomraidhean Croise  

چې کوم يې د حِتيانو نه اخستے وو.


چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“


نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو.


د هغۀ زامنو اِسحاق او اِسمٰعيل، د ممرۍ سره نزدې د صحر د زوئ عِفرون حِتى په پټى کښې، د مکفيله په غار کښې ښخ کړو.


يعقوب واپس خپل پلار اِسحاق ته، حبرون سره نزدې ممرې ته راغلو، دا هغه ځائ دے چرته چې اِبراهيم او اِسحاق اوسېدلى وُو.


او اِسحاق ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې وفات شو او هغه خپلو زامنو عِيسو او يعقوب ښخ کړو.


زۀ تا سره مِصر ته تلو کښې مل يم او زۀ به ستا اولاد واپس دې مُلک ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يوسف به تا کفن دفن کړى.“


زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“


نو د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه هغۀ ورته وصيت کړے وو،


چې کله يوسف خپل پلار ښخ کړو، نو هغه د خپلو وروڼو سره او د هغه ټولو کسانو سره کوم چې د هغۀ سره د جنازې دپاره تلى وُو، مِصر ته راواپس شول.


منسى مړ شو او د محل په باغ يعنې د عُزا په باغ کښې ښخ شو، د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan