12 نو د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه هغۀ ورته وصيت کړے وو،
چې کله د کنعان د مُلک اوسېدونکو خلقو دا وليدل چې هغه خلق د اتد په درمند کښې د غم ژړا کوى، نو هغوئ ووئيل چې، ”دا مِصريان څومره سخت د غم ژړا کوى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم د مِصريانو د غم ژړا مېدان شو.
هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.
د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.
د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو.
اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے.