Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 50:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 50:10
16 Iomraidhean Croise  

عِيسو د يعقوب سره کينه ساتله، ځکه چې د هغۀ پلار، يعقوب له د هغۀ برکت ورکړے وو. هغۀ د خپل ځان سره وفرمائيل، ”زما د پلار مرګ نزدې دے، چې کله زما پلار وفات شى نو بيا به زۀ يعقوب ووژنم.“


چې کله د کنعان د مُلک اوسېدونکو خلقو دا وليدل چې هغه خلق د اتد په درمند کښې د غم ژړا کوى، نو هغوئ ووئيل چې، ”دا مِصريان څومره سخت د غم ژړا کوى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم د مِصريانو د غم ژړا مېدان شو.


د مړى خرابېدو نه په بچ کولو باندې څلوېښت ورځې ولګېدلې. مِصريان اويا ورځې د هغۀ په غم غمژن وُو.


چې کله د غم وخت تېر شو، يوسف د فِرعون درباريانو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ما سره ښۀ کوئ نو زۀ تاسو ته عرض کوم چې فِرعون ته داسې ووايئ چې،


په ګاډو کښې خلق او په آسونو سوارۀ خلق هم د هغۀ سره لاړل، دا يوه لويه قافله وه.


داؤد د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن دپاره دا د غم سندره ووئيله،


کله چې بت‌‌سبع خبر شوه چې د هغې خاوند وژلے شوے دے، نو هغې ورپسې ماتم وکړو.


نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله.


هغوئ د هغۀ سره په زمکه باندې اووۀ شپې او اووۀ ورځې ناست وُو او يو کس هم هغۀ ته يوه خبره هم ونۀ کړه، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې د هغۀ تکليف ډېر زيات دے.


د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى.


هر څوک چې د مړى سره ولګى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.


د اِسرائيلو ټول قوم ته پته ولګېده چې هارون مړ دے او دېرش ورځې هغوئ د هغۀ په غم غمژن وُو.


او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه.


په دې کِتاب کښې هغه خبرې دى کومې چې موسىٰ ټولو بنى اِسرائيلو ته وکړې کله چې هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته په صحرا کښې وُو. هغوئ سوف ته نزدې د اُردن په مېدان کښې وُو، دا د هغې ښارونو په مينځ کښې دے چې د فاران ښار يې يو طرف ته دے او د طوفل، لابن، حصيروت، او د ديذهب ښارونه يې په بل طرف دى.


بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو،


بيا هغوئ هډُوکى يوړل او په ښار کښې يې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې هغوئ روژه ونيوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan