1 يوسف په خپل پلار باندې ورپرېوتو، ژړل يې او ښُکلولو يې.
هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل.
زۀ تا سره مِصر ته تلو کښې مل يم او زۀ به ستا اولاد واپس دې مُلک ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يوسف به تا کفن دفن کړى.“
چې کله يعقوب خپلو زامنو ته وصيت ختم کړو، هغه بيا څملاستو، ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.
بيا يوسف خپلو خِدمت کوونکو حکيمانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ د پلار د لاش اوچولو بندوبست وکړى چې خراب نۀ شى.
اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“
او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه.
او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.