6 کله چې شيث د يو سل پينځو کالو وو، د هغۀ زوئ انوش پېدا شو،
د آدم او حوا يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نوم کېښودو.
د شيث يو زوئ وشو چې په هغۀ يې انوش نوم کېښودو. نو د دې نه پس خلقو د مالِک خُدائ نوم په عبادت کښې اخستل شروع کړل.
او د نهۀ سوه دېرشو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
هغه نور اتۀ سوه اووۀ کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول،
زوئ د انوش، زوئ د شيث، زوئ د آدم چې د خُدائ پاک د طرف نه وو.