21 کله چې حنوک د پينځو شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ مِتهوشله پېدا شو.
او د نهۀ سوه دوه شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.
د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.
زوئ د مِتهوشله، زوئ د حنوک، زوئ د يارد، زوئ د مهللايل، زوئ د قينان،
د ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکې آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ونۀ موندلو ځکه چې خُدائ پاک هغه بره اوچت کړے وو، ځکه چې د هغۀ د پورته کېدو نه مخکښې دا ګواهى ورکړے شوه چې د هغۀ نه خُدائ پاک راضى دے.
حنوک هم چې د آدم نه په اوومه پيړۍ کښې وو، د دوئ په باب کښې پېشګوئې وکړه او وئ فرمائيل چې، ”ګورئ، مالِک د خپلو زرګونو فرښتو سره راروان دے