Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 49:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 يهوداه، تۀ د ازمرى بچے يې، چې ښکار ووژنى او خپل غار ته راستُون شى، غزيږى او څملى. هيڅ څوک هم دا زړۀ نۀ شى کولے چې هغه راپاڅوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 49:9
11 Iomraidhean Croise  

د دې تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې او يو د پښو کېښودلو چوکۍ ورسره تړلے شوې وه چې په سرو زرو باندې پټ وو. د تخت په هر طرف باندې بازوګان وُو او په هر طرف باندې د ولاړو زمرو بُتان وُو.


خو کله چې هغې خپل اُميد نامکمله وليدلو، د هغې طمع ختمه شوه، هغې خپل بل بچے راواخستو او د هغۀ نه يې يو تکړه زمرے جوړ کړو.


زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.


د خلقو بد عملونه هغوئ ته دا اجازت نۀ ورکوى چې خپل خُدائ پاک ته واپس راوګرځى. ځکه چې د زنا عادت هغوئ په خپل قابو کښې اخستى دى او هغوئ مالِک خُدائ نۀ پېژنى.


د يعقوب پاتې شوى به د قومونو په مينځ کښې وى، د ډېرو قومونو په مينځ کښې، لکه چې شير د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې وى، يا لکه چې ځوان شير د ګډو د رمو په مينځ کښې وى، چې دے روان وى نو په پنجه وهل کوى او ماتول کوى، او هيڅ څوک ترې نه ځان نۀ شى بچ کولے.


د بنى اِسرائيلو قوم د يو تکړه ازمرى په شان دے، چې د شلولو او خرابولو نه مخکښې په آرام نۀ کښېنى، چې ترڅو يې د ښکار کړے شوى څيز وينه نۀ وى څښلې.“


دا قوم د طاقتور ازمرى په شان دے، کله چې هغه ملاست وى، هيڅ څوک دا زړۀ نۀ شى کولے چې پايې‌څوى. څوک چې بنى اِسرائيلو دپاره برکت وغواړى نو هغوئ به په خپله برکتى شى، او څوک چې ورباندې لعنت ووائى نو هغوئ به په خپله لعنتى شى.“


بيا به آخرت راشى. کله چې مسيح ټول حکمرانان، ټول اختيارونه او قدرتونه تباه کړى نو د هغې نه پس به هغه بادشاهى خُدائ پلار ته حواله کړى.


د جاد قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چا چې د هغوئ علاقه لويه کړه. جاد د ازمرى په شان اِنتظار کوى چې د ښکار مټ او کوپړۍ غوڅه کړى.


بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan