Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 49:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 يهوداه، ستا وروڼه به ستا صِفت کوى. تۀ به خپل دشمنان د مرۍ نه رانيسې. ستا وروڼه به ستا په مخکښې ټيټ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 49:8
38 Iomraidhean Croise  

قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“


بيا هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”دا ځل به زۀ د مالِک خُدائ ثناء ووايم.“ نو هغې د هغۀ نوم يهوداه کېښودو. بيا د هغې نور بچى پېدا نۀ شول.


يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول.


يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.


تۀ زما نه زما دشمن زغلوې، او چې څوک زما نه نفرت کوى نو هغه تباه کوم.


هغوئ بادشاه له د هغه ټولو سړو شمېر ورکړو چا چې جنګ کولے شو، اتۀ لاکه سړى په اِسرائيل کښې او پينځۀ لاکه په يهوداه کښې وُو.


نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زما د پلار د مکمل خاندان نه زۀ خوښ کړے يم چې د تل دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړم. هغۀ د مشرۍ کولو دپاره د يهوداه قبيله خوښه کړه او د يهوداه نه يې زما د پلار خاندان خوښ کړو. دا د هغۀ خوښه وه چې د خپلو وروڼو نه يې زۀ خوښ کړم او په ټولو بنى اِسرائيلو يې بادشاه جوړ کړم.


خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.


د آسا بادشاه سره د يهوداه قبيلې د درې لاکو سړو يو لښکر وو، چې د هغوئ سره ډالونه او نېزې وې، د بنيامين قبيلې نه ورسره د دوو لاکو او اتيا زره سړو، چې ډالونه او نېزې ورسره وې. دا ټول تکړه جنګيالى وُو.


د اِفرائيم، منسى او د شمعون قبيلو ډېر خلق د آسا په طرف شوى وُو او د هغۀ په بادشاهۍ کښې اوسېدل، ځکه چې هغوئ ته پته لګېدلې وه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل دے. آسا هغوئ ټول او د يهوداه او بنيامين خلق راوغوښتل.


هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې، د يهوداه په مُلک کښې او د اِفرائيم د علاقې په هغه ښارونو کښې کوم چې آسا قبضه کړى وُو، فوجيان مقرر کړل.


خو بيا هم د آشر، منسى او د زبولون قبيلو څۀ خلقو عاجزى ښکاره کړه او يروشلم ته لاړل.


خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


هغوئ ستاسو په حقله غلطې روياګانې بيانوى او ستاسو په حقله د دروغو پېشګوئې کوى، دا به د بدکارو په غاړو پرته وى څوک چې به قتل کړے شى، د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.


او هر ځل چې هغوئ تلل، نو هغوئ به هم په هغه ترتيب باندې وُو. څوک چې د يهوداه قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو هغوئ قبيله په قبيله اول روان شول، د هغوئ مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب وو.


دا قبيلې په شمېر کښې شپږ اويا زره او پينځۀ سوه سړى وُو.


د يهوداه قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د مدد دپاره د هغوئ چغې واوره، هغوئ يو ځل بيا د نورو قبيلو سره يو موټے کړه. مالِکه خُدايه، د هغوئ دپاره وجنګېږه، او د هغوئ د دشمنانو خِلاف د هغوئ مدد وکړه.“


او د هغه وخت نه په دې انتظار دے چې د هغۀ دشمنان د هغۀ د پښو د لاندې کړے شى.


ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے.


او هغوئ يشوَع ته راوستلے شول. يشوَع بيا د بنى اِسرائيلو ټول سړى راوغوښتل او هغه آفسرانو له يې حُکم ورکړو چې، ”راشئ او خپلې پښې د بادشاهانو په څټُونو باندې کېږدئ.“ او هغوئ ورله په څټُونو پښې کېښودې.


دا هغه زمکه وه چې د يهوداه قبيلې کورَنو ته مِلاو شوه چې د هغوئ ميراث شى.


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“


بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې د عبادت ځائ ته لاړل، هلته هغوئ د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”کومې يوې قبيلې له اول په کار دى چې په بنيامينيانو باندې حمله وکړى؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan