Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 49:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بې‌رحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډ‌وډ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 49:7
11 Iomraidhean Croise  

بيا امنون د هغې نه ډېر زيات نفرت شروع کړو، هغۀ د هغې سره د هغې نه هم زيات نفرت کولو چې څومره يې مخکښې مينه ورسره کوله. هغۀ ورته ووئيل، ”پاڅه او ورکه شه.“


د يهوداه، شمعون او بنيامين په علاقه کښې هغه ښارونه هم د پچې په ذريعه حواله شوى وُو. د هغه ښارونو ذِکر وړاندې شوے دے.


کاڼے دروند وى شګې درنې وى، خو د يو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زيات درانۀ وى.


غصه ناک انسان جنګونه جوړوى، او تُند خويه نه ډېر ګناهونه کيږى.


په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan