4 تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.
چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.
دا د يعقوب د اولاد نومونه دى کوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل. خپل مشر زوئ روبين ورسره وو
دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کولو په وجه د خپل پلار بېعزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول.
زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بېدينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بېعزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
موسىٰ د روبين قبيلې په حقله داسې وفرمائيل، ”روبين دې ژوندے وى او هيڅکله دې نۀ مرى، اګر چې د هغوئ خلق لږ دى.“
د بل سړى د ښځې خواهش مۀ کوئ، د هغۀ د کور، د هغۀ د زمکې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، د هغۀ د خرونو، يا د بل داسې يو شى لالچ هم مۀ کوئ کوم چې د هغۀ وى.
هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى.
او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى.