Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 49:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29-30 نو يعقوب خپلو زامنو ته وصيت کولو، ”زۀ مرګ ته نزدې يم. ما د خپل پلار نيکۀ سره، د کنعان په مُلک کښې، د ممرۍ سره نزدې په مکفيله کښې، د حِتى عِفرون د پټى په غار کښې ښخ کړئ. هغه غار او پټے اِبراهيم د عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 49:29
16 Iomraidhean Croise  

او تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې او دفن به شې.


اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې.


نو داسې اِبراهيم د عِفرون نه هغه د ممرۍ سره نزدې مکفيله په علاقه کښې هغه پټے واخستلو. پټے سره د هغه غار او ګېرچاپېره چې څومره ونې وې.


چې کوم يې د حِتيانو نه اخستے وو.


چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“


يعقوب واپس خپل پلار اِسحاق ته، حبرون سره نزدې ممرې ته راغلو، دا هغه ځائ دے چرته چې اِبراهيم او اِسحاق اوسېدلى وُو.


او اِسحاق ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې وفات شو او هغه خپلو زامنو عِيسو او يعقوب ښخ کړو.


زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“


دا د بنى اِسرائيلو دولس قبيلې دى او دا هغه وصيت دے کوم چې خپل پلار ورته د برکت ورکولو په وخت وکړو او هر زوئ له يې خپل خپل مناسب برکت ورکړو.


چې کله يعقوب خپلو زامنو ته وصيت ختم کړو، هغه بيا څملاستو، ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.


نو د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه هغۀ ورته وصيت کړے وو،


هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.


بيا به زۀ واپس کور ته راشم چې په خپل ښار کښې د خپل مور پلار د اديرې سره نزدې مړ شم. زما زوئ کِمهام دا دے حاضر دے، دے به ستا خِدمت کوى، هغه ځان سره بوځه، بادشاه سلامت. د هغۀ دپاره هغه څۀ کوه چې تا ته ښۀ ښکارى.“


او تاسو د خُدائ پاک اول پېدا شوو مجلس ته راغلى يئ د چا نومونه چې په آسمان کښې ليکلے شوى دى. تاسو خُدائ پاک له راغلى يئ چې د ټولو خلقو منصف دے، او تاسو د صادقانو روحونو ملاقات له راغلى يئ چې کامِل شوى دى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan