19 د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى، خو هغه به راوګرځى او په هغوئ پسې به شى.
لِياه ووئيل، ”زۀ بختوره يم.“ نو د هغۀ نوم يې جاد کېښودو.
جاد او د هغۀ زامن، صفيان، حجى، سونى، اصبان، عيرى، ارودى او اريلى.
د آشر زمکه به ډېر ښۀ خوراک پېدا کړى. هغه به د بادشاهانو دپاره ښۀ مزېدار خوراک تيار کړى.
د هغوئ عُهدې په دې ترتيب باندې وې: د ټولو مشر ايصر، ورپسې عبدياه، اِلياب، مسمنه، يرمياه، عتى، اِلىايل، يوحانان، الزباد، يرمياه او مکبنى.
نو خُدائ پاک د اسور بادشاه پول ولېږلو چې د هغوئ په مُلک حمله وکړى (چې هغه په تغلت فلاسر باندې هم مشهور وو). هغۀ د روبين، جاد او د منسى نيمه قبيله وويستله او دې ته يې مجبور کړل چې تر نن پورې په خلح، خابور، هارا او د جوزان سيند سره اوسيږى.
د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه.