16 دان به د خپلو خلقو بادشاه وى. هغوئ به هم د اِسرائيلو د نورو قبيلو په شان وى.
راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اورېدلے دے او ما له يې يو زوئ راکړے دے.“ نو د هغۀ نوم يې دان کېښودو.
خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.
دان به د سړک د غاړې مار وى، د لارې يو خطرناک مار، چې هغه آس په پونده وچيچى، نو چې سور کس ترې په شا پرېوځى.
په آخر کښې، څوک چې د دان قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، چا چې د ټولو لښکرو د وروستو نه حِفاظت کولو، هغوئ قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر د عمىشدى زوئ اخيعزر وو.
د دان قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دان د يو ځوان ازمرى په شان دے، چې د بسن نه ټوپ وهى.“
په هغه وخت کښې د صُرعا په ښار کښې د دان قبيلې يو سړے وو چې نوم يې منوحه وو، د هغۀ ښځه شنډه وه او بچى يې نۀ وُو.
د فلستيانو په دور کښې سمسون شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.