15 خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.
يساکار لکه تکړه خر دے چې د دوو بارونو په مينځ کښې اوږد اوږد څملى.
دان به د خپلو خلقو بادشاه وى. هغوئ به هم د اِسرائيلو د نورو قبيلو په شان وى.
داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بېغمه کړے وو.
هغه وائى چې، ”ما درله د اوږو نه بوج اخوا کړو، ما ستا لاسونه د دروند بوج نه آزاد کړل.
محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو ناراستى به دې غلام کړى.
اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى.
”اے بنى آدمه، د بابل بادشاه خپل فوجيان د صور خلاف د حملې دپاره ورولېږل، تر دې چې د سخت جنګ په وجه ګنجيان شول او د هغوئ اوږې پولۍ شوې، خو د دې ټول تکليف باوجود بادشاه او هغوئ تش لاس راغلل.
دوئ مذهبى درانۀ پيټى تړى او د خلقو په اوږو يې باروى خو دا نۀ غواړى چې يو ته د اوچتولو دپاره خپله ګوته هم وروړى.
د حبرون ښار مخکښې د قِريَتاربع په نوم يادېدو، ځکه چې اربع د ټولو نه لوئ عناقے وو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.
څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو او بيا د قنز زوئ عتنىاېل مړ شو.