14 يساکار لکه تکړه خر دے چې د دوو بارونو په مينځ کښې اوږد اوږد څملى.
لِياه ووئيل، ”خُدائ پاک ما له خپل اجر راکړے دے، ځکه چې ما خپله وينځه خپل خاوند له ورکړه.“ نو هغې په خپل زوئ يساکار نوم کېښودو.
خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.
هغوئ خزانې وموندلې کۀ څۀ هم څوک چې شپول کښې اوسېدل، کونترې چې د سپينو زرو وزرونه يې وُو او بڼې يې د سرو زرو وې.
هغۀ د خپل خِدمت دپاره داؤد منتخب کړو، او هغه يې د ګډو د شپول نه راوچت کړو.
هغوئ موسىٰ ته نزدې ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اول، مونږ له اجازت راکړه چې دلته د خپلو ګډو دپاره شپول جوړ کړُو او د خپلو ښځو او ماشومانو دپاره ښارونه جوړ کړُو.
د زبولون او يساکار قبيلو په حقله هغۀ وفرمائيل، ”زبولون دې په سمندرى کاروبار کښې مالداره شى، او د يساکار دولت دې په کور کښې زيات شى.
د ابىمَلِک د مرګ نه پس د دودو نمسے او د فُوه زوئ، تولع د بنى اِسرائيلو د بچ کولو دپاره راغلو. هغه د يساکار د قبيلې نه وو او د اِفرائيم د غرونو په مُلک سمير کښې اوسېدو.