پېدايښت 49:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 هغه خپله کوچاڼې د انګور په بوټى پورې تړى، د ټولو نه ښۀ بوټى پورې. هغه خپلې جامې د انګور په سور رس کښې وينځى. Faic an caibideil |
تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى چې فصلونه به ډېر زيات وى. او فصل رېبلو له به دومره وخت پکار وى چې قُلبه کوونکى به فصل رېبونکو پسې زمکه تياروى. د انګورو فصل به هم، هم داسې وى، د انګورو د زياتوالى په وجه به د هغې نه د رس ويستلو دپاره دومره وخت پکار وى چې ورسره به تخم کرونکى خپل کر شروع کړى. د زياتوالى له وجې به نوى مے د غرونو نه راڅاڅى او د ټولو غونډو نه به رابهيږى.