8 چې کله يعقوب د يوسف زامن وليدل، هغۀ تپوس وکړو، ”دا څوک دى؟“
د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل.
نو يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”دا زما زامن دى، کوم چې خُدائ پاک ما له دلته په مِصر کښې راکړى دى.“ يعقوب وفرمائيل، ”دوئ ما له راوله چې د دوئ دپاره برکت وغواړم.“
د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيتايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى.