پېدايښت 48:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 زۀ داسې ستا د مور راحيل په خاطر کوم. چې کله زۀ د مسوپتاميه نه واپس راتلم، نو هغه اِفرات ته نزدې د کنعان په مُلک کښې زما د ډېر غم سره وفات شوه. ما هغه د اِفرات د لارې په غاړه ښخه کړه.“ اِفرات اوس د بيتلحم په نوم مشهور دے. Faic an caibideil |
چې تاسو نن زما نه لاړ شئ، نو د بنيامين په علاقه ضلضع کښې د راحيل د قبر سره نزدې به تاسو د دوو سړو سره مِلاو شئ. هغوئ به تاسو ته ووائى چې تاسو کوم خرونه لټوئ هغه پېدا شوى دى، نو داسې ستاسو پلار به د خرونو په حقله پرېشان نۀ وى خو ستاسو په حقله به پرېشان وى او بيا بيا به تپوسونه کوى چې زما زوئ چرته دے؟