Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 48:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 48:5
21 Iomraidhean Croise  

په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول.


څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو.


خو کۀ ستا نور زامن پېدا کيږى، نو هغوئ به زما نۀ شى ګڼلے، هغوئ به د اِفرائيم او د منسى نه ميراث اخلى.


اے پاکه خُدايه، کله چې اوبو تۀ وليدلې، نو په اوبو باندې يرې نه لړزان راغلو، او په ژورو اوبو باندې سخته يره راغله.


اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.


لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى.


تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى.


او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“


هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه،


هم د ايمان په وسيله يعقوب چې کله مړ کېدو د يوسف وړو زامنو ته يې برکت ورکړو او د خپلې امسا په سر يې د تکيه کولو سره سجده وکړه.


نو اوس دا زمکه په هغه نورو نهو قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړه چې د هغوئ خپل ميراث شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan