3 يعقوب يوسف ته وفرمائيل چې، ”قادر خُدائ د کنعان د مُلک په لوز کښې ما ته راڅرګند شو او برکت يې راکړو.
ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بېعېبه اوسه.
زۀ به تا ډېر زيات آباد کړم، او ستا نه به قومونه جوړ کړم او ستا په اولاد کښې به بادشاهان وى.
قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې.
چې يعقوب خبر شو چې خپل زوئ يې تپوس له راغلے دے، هغۀ خپل ځان تکړه کړو او په کټ کښې نېغ کښېناستو.
هغه ستا د پلار خُدائ پاک دے چې هغه ستا مدد کوى، هغه قادر خُدائ چې تا له برکت درکوى. د بره آسمان د بارانونو او د زمکې د لاندې د چينو برکت درکړى، برکتونه د ډېرو څاروو او د اولادونو،
زۀ د قادر خُدائ په توګه اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب ته راڅرګند شوم، خو ما خپل ځان په هغوئ باندې د خپل پاک نوم ”مالِک خُدائ“ په توګه ونۀ پېژندلو.
هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو. په بيتايل کښې خُدائ پاک هغۀ ته څرګند شو او کلام يې ورسره وکړو.
هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو.