22 د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې او ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا وروڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“
په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“
هغۀ د هغه پټى دا حِصه د شِکم پلار همور د اولاد نه د سپينو زرو په سلو سيکو واخستله.
دوئ رَمې څاروى، خرۀ او په ښار او پټو کښې چې څۀ هم وُو هغه يې يوړل.
يبوسى، امورى، جرجاسى،
خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى.
خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.
نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو.
چې د کومې ښځې سره مينه نۀ کوى خو د هغې زوئ مشر دے نو هغۀ له به يو په دوه برخه ورکوى. مشر زوئ د خپل پلار د طاقت وړومبۍ نښه وى. هغه د مشرۍ حق لرى.
بنى اِسرائيلو چې د مِصر نه د يوسف کوم هډُوکى راوړى وُو نو هغوئ هغه د شِکم په هغه زمکه کښې ښخ کړل کومه چې يعقوب د شِکم د پلار د همور د زامنو نه د سپينو زرو په سلو سيکو باندې اخستې وه. دا هغه زمکه وه چې د يوسف د اولاد په ذريعه ميراث شوې وه.
نو دا مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک وو چا چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره اموريان وشړل.