17 چې کله يوسف دا وليدل چې د هغۀ پلار خپل ښے لاس د اِفرائيم په سر اېښے دے، هغه په دې خفه شو، نو هغۀ د خپل پلار لاس اوچت کړو او د اِفرائيم د سر نه يې د منسى سر له يوړو.
نو عِيسو پوهه شو چې د هغۀ د پلار اِسحاق کنعانۍ ښځې خوښې نۀ دى.
هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې نارضا شو او مالِک خُدائ هغه هم ووژلو.
نو يعقوب خپل لاسونه اوږدۀ کړل او خپل ښے لاس يې د اِفرائيم په سر کېښودو، اګر چې هغه کشر وو او خپل ګس لاس يې د منسى په سر کېښودو، چې هغه مشر وو.
او يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”داسې نه، زما پلاره، دا مشر دے. خپل ښے لاس دۀ له په سر کېږده.“
عُمرى د مالِک خُدائ په نظر کښې بد کارونه کول او د مالِک خُدائ خِلاف يې د مخکښېنو بادشاهانو نه زياته ګناه وکړه.
چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه.
نو مالِک خُدائ به ستا دا خوشحالى وګورى او هغه به ستا نه نارضا شى او د هغۀ نه به خپل غضب اخوا کړى.
نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله.
بلعام د مالِک خُدائ فرښتې ته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. ما ته پته نۀ وه چې تۀ زما د ايسارولو دپاره په لاره کښې ولاړه يې، خو کۀ ستا خوښه نۀ وى نو زۀ به نۀ ځم او واپس به خپل کور ته لاړ شم.“
نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه،
د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو.
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“