13 يوسف اِفرائيم د يعقوب ګس طرف ته او منسى د هغۀ ښى طرف ته نزدې راوستل.
هغۀ ووئيل، ”خُدائ پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټول خاندان زما نه هېر کړے دے.“ نو يوسف په خپل مشر زوئ منسى نوم کېښودو.
په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول.
بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو.
نو يعقوب خپل لاسونه اوږدۀ کړل او خپل ښے لاس يې د اِفرائيم په سر کېښودو، اګر چې هغه کشر وو او خپل ګس لاس يې د منسى په سر کېښودو، چې هغه مشر وو.
د يوسف قبيلې، د هغۀ دوه زامن منسى او اِفرائيم وُو.
او هغه به ګډې ښى لاس ته او چېلۍ ګس لاس ته کړى.